د بریتانيې پولیس وايي، دوی پرون پنجشنبه د امریکا له استخباراتو سره د استخباراتي معلوماتو تبادله له سره پیل کړه.
وروسته ترهغې چې امریکايي رسنیو د منچسټر د ځانوژونکې برید په اړه معلومات افشا کړل، بریتانیې له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکول ودرول.
د بریتانيې د ترورېزم پولیسو مشر مارک رولي وویل، د پینځو سترګو د استخباراتي ائتلاف په شمول له خپلو شریکانو سره استخباراتي معلومات تبادله کوي.
د پینځو سترګو په استخباراتي ائتلاف کې متحده ایالات، بریتانیه، کاناډا، اسټرالیا او نیوزیلنډ شامل دي.
د بریتانيې صدراعظم ټرزا مې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې او ورته يې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو تبادله باید خوندي وي.