د ولسمشر ټرمپ زوم جارېد کوشنر تر څېړنې لاندې دی

امریکايي رسنۍ وايي، د ولسمشر ټرمپ زوم جارېد کوشنر، له روسیې سره د ټرمپ د نېژدې کسانو د اړیکو په اړه د څېړنو په بهیر کې د امریکا د تحقیقاتو د فډرالي ادارې تر څېړنې لاندې دی.

واشنګټن پوسټ او ان بي سي نیوز راپور ورکړی چې له ښاغلي کوشنر څخه په واشنګټن کې د روسیې د سفیر سرګي کیزلیام او د روسیې د دولتي بانک له رئس سرګي ګورکوف سره د ډیسمبر په میاشت کې د لیدنو په اړه تحقیق کېږي.

د روسیې بانک ونیش ایکونوم،له ۲۰۱۴راهیسې د امریکا د تحریمونو سره مخ دی.

رسنیو ویلي، له ښاغلي کوشنره څېړنې چې د ولسمشر ټرمپ سلاکار هم دی په دې معنی نه دي چې نوموړی د کوم جرم د ترسره کولو مشکوک وي او یا دې رسماً تورن شي.

د کوشنر مدافع وکیل جیمی ګوریلیک ویلي، مؤکل به یې له څیړونکو سره مرسته وکړي.