ټرمپ به تر غونډې پورې د ایټالیا په سیسلي ټاپو کې وي

د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ به نن د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ایټالیا په سیسلي ټاپو کې و اوسي.

ټاکل شوې چې نور رهبران به د سوداګرۍ او اقلیم د بدلون په اړه له نوموړي د ده نظر وپوښتي.

په ایټالیا کې د اوو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د لومړي بهرني سفر وروستی پړاو دی.

ولسمشر ټرمپ د دې نهه ورځني سفر په ترڅ کې منځني ختیځ او اروپا ته ولاړ.

ټاکل شوې چې د اوو صنعتي هیوادونو مشران د بریتانیا په منچسټر ښار کې له وروستي خونړي بریدو وروسته په خپلو کې د امنیتي همکاریو پر زیاتولو بحث وکړي.