د فاریاب د ولایتي شورا رئیس له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې په دې ولایت کې د خپلسرو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.
د ولایتي شورا رئیس سمیعالله خیرخواه تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې خپلسري او غیرمسؤلې وسلهوالې ډلې په دې ولایت کې قتلونه، تښتونې او غلاوې کوي:
"سخت اندیښنه لرو چې په هغه ټولنه کې چې غیرقانوني وسلې وي او حکومت یې د قانون او عدالت د تطبیق ځواک ونهلري، نو دا خورا زیاتې ستونزې رامنځته کوي. "
د ښاغلي خیرخواه په وینا په فاریاب ولایت کې اکثر خپلسري ډلې ځان په ګوندونو او ډلو پورې تړلي بولي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش په فاریاب ولایت کې د خپلسرو وسلهوالو ډلو موجودیت مني.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې په ټول هېواد کې د غیر مسؤلو وسلهوالو کسانو د پېژندنې او د هغو د نیولو عملیات روان دي خو د نوموړي په وینا دا کار وخت ته اړتیا لري.