د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منچسټر ښار کې د یوه کنسرټ پر مهال چاودنه پر لویدیځ مدنیت وحشیانه او شیطاني برید بللی.
ښاغلي ټرمپ پرون په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته په وینا کې وویل، ده ته نوې هیلې پیدا شوي چې د ناټو غړي هېوادونه به د ترورېزم د ماتولو لپاره سره متحد شي.
ده د دې حملې قربانیانو ته د درناوي لپاره د یوې شېبې چوپتیا غوښتنه وکړه او د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې ته وویل چې ټول هېوادونه له دې سره په دې ویر کې شریک دي.
د دوشنبې ورځې په ماخستن د منچسټر ښار د یوه سټډیوم مخې ته د نامتو سندرغاړې آریانا ګراندې د کنسرټ پرمهال چاودنې ۲۲ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
بریتانوي چارواکي په دې باور دي چې په دې برید مشکوک تورن سلمان عابدي د یوې تروریستي شبکې غړی و او دوی په دې برید کې د ده د نورو احتمالي مرستندویانو په لټه کې هم دي.