څېړنه: د عراق موصل کې د امریکا پوځ ۱۰۵ ملکیان وژلي

د امریکا د پوځ تحقیقات ښيي چې په مارچ میاشت کې د عراق په موصل ښار کې د امریکا د پوځ بمبارۍ لږ تر لږه ۱۰۵ ملکیان وژلي دي.

د پوځي څېړنو د ډلې مشر د هوايي ځواک جنرال ماتیو ایسلر پرون وویل، د مارچ د اولسمې نېټې بمباري اصلاً د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر دوو نښه ویشتونکو شوې وه خو په نتیجه کې هغه چاودیدونکي مواد وچاودېدل چې د داعش وسله‎والو په ودانۍ کې ځای پرځای کړي وو.

برید جنرال ایسلر وویل، یو سل او یو ملکي وګړي چې د دې ودانۍ په لومړي پوړ کې راغونډ شوي وو، د دې ودانۍ له نړېدو وروسته او څلور نور ملکیان په یوه څنګلورې ودانۍ کې مړه شول خو د نورو ۳۶ ملکي وګړو درک نه‎دی معلوم شوی.

متحدایالاتو له دې مخکې منلې وه چې ښايي د دې ملکي وګړو د مړینې علت د امریکا د پوځ بمباري وي او ویلي یې و چې دا وژنه عمدي نه وه.

په اکتوبر میاشت کې د عراق دولتي ځواکونو په موصل ښار کې چې د داعش ډلې اصلي مرکز بلل کېده پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د امریکا پوځ ورسره په هوايي برخه کې مرسته کوله.