کابل او مسکو د ترورېزم خلاف پر هر اړخیزه میکانیزم کار کوي

افغانستان او روسیه د ترورېزم په خلاف او د سولې په ملاتړ په یوه هر اړخیزه میکانیزم کار کوي.

د ا خبره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل روسي سیال نیکولای پتروشف سره نن په لیدنه کې کړې ده.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي اتمر او ښاغلي پتروشف په سیمه او افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د هېوادونو ګډې هڅې اړینې بللي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چې په روسیه کې د لوړ رتبه امنیتي مسؤلینو په اتم کنفرانس کې ګډون کړی د ازبکستان او تاجکستان د ملي امنیت له سلاکارانو سره یې هم نن لیدلي دي.

د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار سره ښاغلي اتمر دغه هېواد ته د افغان ولسمشر پر ژر کېدونکي سفر، امنیتي همکاریو او د لویو جرمونو په مخنیوي خبرې کړي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې ښاغلي اتمر په سرحدي مسایلو، امنیتي همکاریو او له تروریزم سره په مبارزې بحث کړی دی.

په مسکو کې د لوړ رتبه امنیتي چارواکو اتم کنفرانس دوه ورځې مخکې پیل شوی و او نن یې وروستۍ ورځ وه.