مرشید: کندز کې د کوکنارو کرکیله صفر ته راټیټه شوې ده

د کندز د نشه یې توکو سره د مبارزې ریاست مسؤلین وايي، له ۸ کالونو راهیسې په یاد ولایت کې د کوکنارو کرکېله صفرته رسېدلې ده.

په کندز کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشید له ازادي راډيو سره د خبرو پرمهال وویل چې کندز یو له هغو ولایتونو څخه دي چې د کوکنارو کرکېله په کې صفر ته رسېدلې ده.

نوموړی زیاته کړه چې په همدې خاطر د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هرکال یو میلیون امریکايي ډالر دغه ولایت ته د ښه اجرأت په خاطر ورکوي او هغه پیسې بیا په کندز کې پر یو شمېر لویو پرژو باندې لګول کېږي.

د ښاغلي مرشید په وینا چې یوه میاشت وړاندې ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لوبغالی د کندز په ښار کې جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړې زیاته کړه چې په دې ولایت کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۳۰ زره تنو ته رسېږي، چې له دې شمېر څخه ۱۵ سلنه یې ښځې او کوچنیان جوړوي.