د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې نن پنجشنبې ماسپښین د موټر بم حمله شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، تر اوسه لا دقیقه نه ده چې چاودنه د افغان ځواکونو پر کومه ډله رامنځته شوې ده.
ده یوازې پېښه تائید کړه او د حملې له امله د رامنځته شو تلفاتو په اړه معلومات یې ور نه کړل.
خو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې حمله د ملي پولیسو پر یوه قرارګاه شوې ده او شااوخو ۲۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تر اوسه د حملې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.