یوناما د حکومت له مخالفینو د جګړې د درېدو غوښتنه کړې

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د حکومت له وسله والو مخالفینو د جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.

د روژې د میاشتې په مناسبت د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له لوري په خپرې شوې اعلامیې کې په کابل د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله راغلي چې د روژې میاشت د سولې لپاره ښه فرصت دی.

یوناما یو ځل بیا له هغو افغانانو د ملاتړ خبره کړې چې د سولې د ټینګښت په برخه کې هڅې کوي.