اجرائیه ریاست: عبدالله لا هم د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې عبدالله عبدالله لا هم د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن په کابل کې د خبرې ناسې پرمهال وویل چې ښاغلی عبدالله د کاري بوختیاوو له کبله نه شي کولای چې د جمعیت ګوند په رهبرۍ شورا کې پاتې شي خو نوموړی لاهم ددغه ګوند غړی دی.

نوموړي همدا راز ویلي، عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د همدغه ګوند له ادرسه ځان نومولی وه.

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د جمعیت ګوند د رهبرۍ شورا د ۶۰ غړو نوملړ اعلان کړ چې د عبدالله عبدالله نوم په کې نه وه.

خو د جمعیت ګوند د انسجام شورا بیا نن په کابل کې د یویې ناستې په ترڅ د رهبرۍ شورا په اړه د جمعیت ګوند پریکړه غیر قانوني وبلله.