ټوسک: بروکسل کې مشران د ځینو مسایلو په حل کې پاتې راغلل

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وايي، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر او د اروپايي ټولنې مشران نن په بروکسل کې په ځینو مسایلو د حل لارې په لټولو کې پاتې راغلل.

هغه دا خبره نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې خبریالانو ته وکړه:

"د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال موږ په بهرنۍ پالیسۍ، امنیت، اقلیمي بدلون او سوداګرۍ خبرې وکړې. په ډېرو مسایلو موافقې ته ورسېدو له هغې ډلې له ترورېزم سره په مبارزې. نه پوهېږم چې ولې یې نه شم بیانولای ځینې مسایل لا هم په ځای پاتې دي لکه اقلیمي بدلون او سوداګري."

ډونالډ ټوسک وویل، په ګڼو مسایلو له ټرمپ سره په یوه لیکه روان یو، خو داسې ښکاري چې ټرمپ د روسیې او اوکراین د لانجو په سر له موږ سره ګډ دریځ نه لري.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس په خپل لومړي بهرني سفر کې د اروپايي شورا له مشر ډونالډ ټوسک، د اروپايي کمېسیون له مشر ین کلاوډ ینکر، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فیډریکا موګریني او د اروپايي پارلمان له رئیس انټونیو تاجاني سره وکتل.

ټرمپ به وروسته د فرانسې له نوي منتخب ولسمشر ایمانویل ماکرون سره هم وګوري.