ټاکل شوې چې سبا په کابل کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په هدف یو تفاهم لیک لاسلیک شي.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن نن ازادي راډیو ته وویل چې د تاجکستان د سکتوري وزراتونو یو شمېر چارواکي افغانستان ته راغلي او له افغان چارواکو سره د دغه تفاهم لیک پر تخینکې لارو چارو خبرې وکړي.
د دغه تفاهم لیک له مخې افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ، د اوبو او انرژۍ د تنظیم او ریل پټلۍ په اړه په ګډه کار کوي.