د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، نن به د ناټو غړي هېوادونه له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د مبارزې په برخه کې له نړیوال ائتلاف سره په یوځای کېدو موافقه وکړي.
هغه دا خبره نن په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته وکړه:
"موږ به نن د عمل په یوه پلان موافقه وکړو چې له ترورېزم سره د مبارزې په هڅو کې ناټو څنګه مخته ولاړه شي. د عمل په دغه پلان کې ډېرې برخې موجودې دي یو یې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د مبارزې برخه کې له نړیوال ائتلاف سره یوځای کېدل دي."
ښاغلي سټولټنبرګ وویل، که څه هم دا پلان په عراق او سوریه کې د ناټو جنګي ماموریت نه برابروي خو له ترورېزم سره به د مبارزې برخه کې د ناټو سازمان غښتلی پیغام وړاندې کړي.
د نن ورځې په غونډه کې چې د لومړي ځل لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه پهکې ډونالډ ټرمپ هم برخه اخلي د ناټو په مالي لګښتونو او له ترورېزم سره د مبارزې په لارو چارو بحث کېږي.
تر دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن هم ټینګار کړی چې د ناټو سازمان له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې برخه کې د ۶۸ هېوادونو په نړیوال ائتلاف کې دایمي غړیتوب واخلي.