د کندهار په میوند کې نښتې د ملي اردو درې سرتېري وژلي

تېره شپه ناوخته د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او اته تنه یې ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د ملي اردو سرتېرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې وسله والو یې پر پوستې برید وکړ.

د ښاغلي صمیم په خبره وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقې شمېرې په اړه یې څه ونه ویل.

دا په روانه اوونۍ کې په کندهار کې د ملي اردو اردو پر سرتېرو دوهم برید چې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.