که له کابله د ننګرهار په خوا ځئ نو کله چې له لغمانه تېر شئ د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د درونټې تاریخي سیمه رارسي.
د درونټې له تونله د څو کیلومتره مزله وروسته د ځنګل باغ سیمه رارسي.
د سړک ښي لور ته په خامه سړک له نېږدې یو کیلومتره مزله وروسته د شنو ونو په منځ کې یوه ډېره لرغونې او نیمه ورانه شوې تاریخي کلا موجوده ده، دغې کلا ته د ظلم اباد کلا هم وايي او د همدغې کلا د نوم له مخې دا سیمه د ظلم اباد په نوم یادېږي.
موږ نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه د ظلم اباد کلا تاریخ او جوړښت ته ځآنګړې کړې ده.
دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمې جبارخیل وړاندې کړې ده.
Your browser doesn’t support HTML5