شمس: د نوي کابل پروژې له پخوا ستونزې درلودې او لا یې هم لري

د حقیقت څه دی په دې خپرونه کې د ښار او کور جوړونې وزارت د کور جوړونې د برخې له مرستیال اجمل شمس سره د ښاري پراختیا او کور جوړونې پر موضوعاتو غږېدلي یو.

ښاغلی شمس وايي چې د نوي کابل د پروژې کار له پخوا ستونزې درلودې او اوس هم په خپل ځای پرتې دي.

ښاغلی شمس وايي، د کور جوړونې برخه کې دوی ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې له همدې امله د دغه وزارت په چوکاټ کې ورته یو ځانګړی معینیت هم جوړ شو.

دی مني چې ډېر مستحقین بې کوره پاتې دي خو د عدالت په نه تطبیق کې پړه په یاده برخه کې د پخواني حکومت پر اړوندو ادارو اچوي.

دا خپرونه اجمل تورمان چمتو کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟