د بريتانيا پوليس په منچسټر کې د ځان وژونکي بريدکوونکي د نورو ممکنه ملګرو د موندنې لپاره لټون ته ادامه ورکوي.
تر اوسه ٧ کسان نيول شوي، خويوه ښځه چې پرون نيول شوې وه، بې له دې چې کوم تور ورباندې پورې شي، نن خوشې شوه.
په همدې حال کې د بريتانيا پوليسو نن سهار وختي د منچسټر په جنوب کې يوه کنټرول شوې چاودنه وکړه.
د منچسټر پوليسو په يوه اعلاميه کې وويل، دا ډېر چټک تحقيقات دي او موږ ډېر دقت کوو.
د ښاري پوليسو کمیشنرې کريسيدا ديک (CRESSIDA DICK) پرون رويټرز اژانس ته وويل:
"موږ په بحراني حالت کې يو، د بلې حملې احتمال هم شته. موږ غواړو تر ممکنه حده د ولس د خونديتوب هڅې او ملاتړ وکړو. زموږ په باور په لارو کوڅو کې نورو وسلهوالو افسرانو ته هم اړتيا لرو. "
په همدې لړ کې د بريتانيا د پوليسو مشرانو خبردارى ورکړ چې په امريکايي رسنيو کې د دې بمي حملې په اړه د معلوماتو خپرېدو، دغه راز په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د عدلي طب د هغو عکسونو خپرېدل چې د پېښې په صحنه کې اخېستل شوي، د دوى تحقيقات زيانمن کړي دي.
په منچسټر کې هغه حمله چې داعش ډلې يې مسؤليت منلى، د دوشنبې ناوخته شوې وه چې په نتيجه کې يې د ماشومانو په ګډون ٢٢ کسان ووژل شول.