د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د مشرانو په غونډه کې چې نن جوړېږي، د ګډون لپاره بروکسل ته رسیدلی دی.
ښاغلي ټرمپ څه موده مخکې د ناټو پوځي تړون منسوخ بللى و.
نننۍ غونډه به پر دوو موضوعاتو متمرکزه وي، اول د ناټو ټول ٢٨ غړي هېوادونه غواړي د مصارفو په اړه يوې هوکړې ته ورسېږي، بله دا چې د ټرورېزم په وړاندې څنګه مبارزه کېداى شي.
ولسمشر ټرمپ پرون د بلجیم له صدراعظم چالز میشل "Charles Michel" سره په کتنه کې وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه به یې د لیدنو کتنو او خبرو اترو په سر کې وي:
"موږ به پر څو ستونزو په شریکه کار وکړو. لومړۍ یې ترهګري ده. موږ به سخته مبارزه کوو او ښه پر مخ ځو."
بروکسل ته د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له رسېدو سره جوخت، په سلګونو کسانو په دې ښار کې په اعتراضونو لاس پورې کړ او ویې ویل چې د ولسمشر ټرمپ د ځینو نظریو ملاتړې نه دي.