د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په مسکو کې د قرغزستان، قزاقستان، بېلاروس، چين او ځینو نورو هېوادونو له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتره خپرې شوې بیلابېلې اعلاميې وايي، محمد حنیف اتمر د اتم نړيوال امنيتي کنفرانس په څنډه کې د دغو هېوادونو له مقاماتو سره پر اړوندو موضوعاتو بحث وکړ.
د ملي امنيت شورا وايي، چين لېوالتيا ښوولې چې د افغان قواوو په تجهيز کې همکاري وکړي.
د دې شورا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د چين د ملي امنيت سلاکار پرون له محمد حنيف اتمر سره په کتنه کې له افغان قواوو سره د پوځي همکاريو پر پراختيا او څرنګوالي بحث وکړ.
ښاغلي اتمر د بېلابېلو هېوادونو له امنيتي چارواکو سره د کنفرانس په څنډه کې په افغانستان او سيمه کې د ټرورېزم په وړاندې پر اغېزناکه مبارزه او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.