د ناټو د مشرانو غونډه نن پنجشنبه بروکسل کې جوړېږي

ټاکل شوې چې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو غونډه نن پنجشنبه بروکسل کې جوړه شي چې په کې به د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.

جمهوري رياست وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان کوم پلاوي برخه ونه لري.