غني مېرکل سره ټیلیفوني خبرو کې پر ۲ اړخېزو همکاريو بحث وکړ

د افغانستان ولسمشر د جرمني له صدراعظمې سره په ټیلیفوني خبرو کې پر دوه اړخېزو همکاريو او نورو موضوعاتو بحث وکړ.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون له انګېلا مېرکل سره د افغانستان د سولې پر بهير، د پناه غوښتونکو پر مسئله، په افغانستان کې د اصلاحاتو پر بهير او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاريو خبرې وکړې.

د اعلاميې په حواله، د جرمني صدراعظمې په دې ټیلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټنیګار وکړ او ولسمشرغني ته یې ویلي چې د ناټو د مشرانو په هغه غونډه کې به چې نن پنجشنبه په بروکسل کې جوړېږي، له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړي.