د کام ایر الوتکې له کېناستو د مخنیوي په تړاو اته تنه نیول شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي، په باميان کې د کام اير هوايي شرکت د يوې الوتکې د کښېناستو د مخنيوي په تړاو ٨ امنيتي کسان نيول شوي دي.

د کام ایر هوايي شرکت وايي، د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن شهیداني د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر ته د ناوخته راتګ له امله د کابل-بامیان له پرواز څخه پاتې شوی و.

د دغه شرکت مسؤلین زیاتوي په بامیان ولایت کې امنیتي مسؤلینو چې د شهيداني پلویان و، د کام ایر هوايي شرکت الوتکې ته چې له ۳۰ زیاته سپرلۍ یې درلوده د کښېناستو اجازه ورنه‌کړه.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب الله دانش پرون ازادي راډيو ته وويل، د قضيې په تړاو په نيول شويو کې د ولسي جرګې د وکيل عبدالرحمن شهيداني زوى هم شامل دى.

د ښاغلي دانش په وینا د دې پېښې په اړه د کورنیو چارو د وزارت له خوا د ټاکل شوي پلاوي کار پای ته رسیدلی او ټاکل شوې چې د نیول شویو کسانو دوسیې نن پنجشنبه څارنوالۍ ته وسپارل شي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، نیول شوي چارواکي د چهارشنبې په ورځ کابل ته انتقال شوي دي.