د ملګرو ملتونو د سازمان وياند وايي، د امريکا د ولسمشر هغه پېشنهاد چې د ملګرو ملتونو ادارې مالي مرستې به کموي، د دې سازمان د کار دوام ناممکن کوي.
سټيفن دوجاريک دا خبره پرون وکړه.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېشنهاد کړى چې د ډيپلوماسۍ او نورو مرستو برخه کې دې د امريکا مصارف يو پر درېيمه راکم يعنې ١٩ میلياردو ډالرو ته راکم شي.
له دې سره به د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د ماموريت مصارف يو میليارډ ډالرو ته راکم شي، د نورو نړيوالو سازمانونو بودجه به هم ٤٤ فيصده راکمه شي.
د ملګرو ملتونو د سازمان وياند دوجاريک وويل، د بودجې دغه کمښت په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو د کار دوام ناشونى کوي، لکه د سولې د غښتلتيا، انکشافي، بشري حقونو او بشري مرستو په برخو کې.
خو په دې برخه کې نهايي تصميم د کانګرس په لاس کې دى، مخکښو سناتورانو ويلي چې د ولسمشر ټرمپ د دې شديدې سپما ملاتړ نه کوي.