د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په روسیه کې له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې د لندن ناستې د پرېکړو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د ملي امنیت شورا دفتر نن په یوې خبرپاڼه کي ویلي ښاغلي اتمر په مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسؤلینو د اتم امنیتي کنفرانس په یوه برخه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنرال ناصر جنجوعه سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تر څنګ د لندن د ناستې د پرېکړو پر تطبیق او پرمختګونو هم خبرې کړې دي.
د لندن ناسته د روان کال د مارچ په میاشت کې ترسره شوې وه.
د یادې ناستې د پرېکړو په دوام ښاغلي اتمر د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د راپورته شویو ستونزو د حل په اړه مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي اتمر د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د راکټي بریدونو او د کرښې په اوږدو کې د خپلسرو نظامي تأسیساتو د جوړېدو تر څنګ د پاکستان لهخوا د هېواد د هوايي حریم د نقض په اړه له ښاغلي جنجوعه سره مفصلې خبرې کړې دي.
ټاکل شوې په مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسؤلینو اتم کلنی امنیتي کنفرانس نن ورځ هم دوام ولري.