ډونالد ټرمپ او پاپ فرانسېس په واتیکان کې سره ولیدل

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او پاپ فرانسېس په واتیکان کې سره ولیدل.

دوی تقریباً ۳۰ دقیقي خبرې سره وکړې.

له ولسمشر ټرمپ سره په دې سفر کې د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ او د کورنۍ نور غړي، دغه‌راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن او د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر هم چې د سفر ملګري دي د عکسونو د اخیستلو لپاره راټول شوه.

ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ د ایټالیا له ولسمشر سرګیو ماتاریلا او صدراعظم پاولو ګېنتی لوني او صدراعظم سره هم خبرې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د مې پر ۲۳ اسرائیلو او لوېدیځې غاړې ته تللی وو.

ده هلته پر اسرائیل او فلسطینيانو غږ وکړ چې یوې روغې جوړې ته ورسېږي.

ولسمشر ټرمپ په لوېدیځه غاړه کې ویلي که اسرائیل او فلسطین وکولای شي د سولې یوه توافق ته ورسېږي، دا به په ټول منځني ختیځ کې د سولې پروسې ته لار هواره کړي.

ولسمشر ټرمپ د دندې له پیله د خپل لومړني رسمي بهرني سفر په ترڅ کې د مې پر ۲۱مه په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

واتیکان ته په ورتلو سره د نړۍ د درېیو سترو ادیانو مرکزونو ته د ولسمشر ټرمپ سفر ختم شو، خو دی به د مې پر ۲۵مه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه او د مې پر ۲۶مه او ۲۷مه په سیسیلي کې د «جي۷» یا د نړۍ د اوو سترو قدرتونو په سرمشریزه کې برخه واخلي.