د بریتانیا پولیسو د منچسټر برید په اړه ۳ نور مشکوک کسان نیولي

د بریتانیا پولیسو درې نور مشکوک کسان د هغه برید سره د تړاو په تور نیولي چې په منچسټر کې وشو.

په هغه برید کې چې د دوشنبې په ماښام وشو ۲۲ تنه ووژل شول.

د منچسټر پولیس وایي، دغه مشکوک کسان نن د منچسټر په جنوبي برخو کې نیول شوي خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‎دي ورکړي.

د سې شنبه په ورځ هم یو ۲۳ کلن کس نیول شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کولمب چې نن یې په پاریس کې یوې فرانسوۍ راډیو ته د بریتانیا د منچسټر د برید په اړه خبرې کولې، وویل:

"په حقیقت کې دا یو بریتانوی وګړی و چې له اصله د لیبیا وو، خو هغه کس چې په بریتانیا کې لوی شوی وي. هغه کس وو چې سمدستي لیبیا او ښایي سوریې ته تر سفر وروسته تُندلاری شو او پرېکړه‌یې وکړه چې برید وکړي. نو دا هغه کسان دي چې په یوه هېواد کې زېږېدلي او په عین وخت کې د داعش د پروپاګنډ له کبله افراطیت ته مخه کوي."

د بریتانیا صدراعظمې ټرېزا مې تېره شپه ناوخته په یوه وېډیويي وینا کې وویل، د دې برید مشکوک ترسره کوونکی سلمان رمضان عبیدي ښايي د یوې لویې شبکې غړی وي.