بامیان والي: دوه امنیتي چارواکي تر څار لاندې دي

د بامیان والي وايي، د دغه ولایت په هوايي ډګر کې د تېرې ورځې د ستونزې په تړاو د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان او د لومړی امنیتي حوزې امر تر څار لاندې نیول شوي دي.

طاهر زهیر نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه اقدام د یو پلاوي له څېړنو وروسته ترسره شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"دواړه تر څار لاندې نیول شوي دي له دوی څخه څېړنې پیل شوي دي ممکن نور کسانو چې په دغه برخه کې وظیفوي غفلت کړی له قانون سره سم ورسره چلند وشي."

دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت یوه مسؤل عثمان صمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ولسي جرګې وکیل عبدالرحمن شهیداني تېره ورځ په بامیان هوايي ډګر کې د دې شرکت د یوې الوتکې د کېناستلو مخه نیولې ده.

د افغانستان ولسي جرګې هم نن د دغې مسئلې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی ترڅو جدي پلټنې وکړي.