د افغانستان د کرنې وزارت له لوري د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي همکارۍ د کرنې پور د پياوړتیا پروګرام دوهم پړاو پيل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د چهارشنبې په ورځ د دغه پروګرام په پرانیست غونډه کې وویل چې یاد پروګرام درې کلن دی او له مخې بهیې بزګرو او په دې برخه کې یو شمېر فعالو مېرمنو ته بېلابېلو برخو کې پورونه ورکړل شي.
پور اخیستونکې مېرمنې وايي چې دا ډول پروګرامونه د ښځو د کورني اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي او کارو بار یې ورسره غوړېږي.