د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترته وايي، هېواد یې د اسلامي دولت د وسلهوالې ډلې پر ضد د مبارزې لپاره عصري وسلو ته اړتیا لري او تمه لري چې روسیه به ورسره دې برخه کې ملاتړ وکړي.
د فیلیپین ولسمشر دا خبره د سې شنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې په لیدنه کې وکړه او ویېویل د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او پوځي همکاریو لپاره، لیدلوري موجودي دي.
د روسیې له ولسمشر سره د نوموړي دا خبرې اترې لومړی د پنجشنبې ورځې لپاره پلان شوې وې، خو دوترته وروسته له هغې روسیې ته خپل سفر رالنډ کړ چې د فیلیپین په دوهم لوی ټاپو میډاناو کې د داعش سره د تړلو وسلهوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه ونښته.
دوترته په میډاناو ټاپو کې پوځي حاکمیت اعلان کړی چېرې چې په وروستۍ نښته کې دوه پوځي سرتېري او یو پولیس افسر وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فیلیپین د دفاع وزارت ویلي، لسګونه وسلهوال چې ګومان کېږي د ابوسیاف او ماوتي ډلو سره به تړلي وي، د ماروي په ښار کې چې اکثریت استوګنیې مسلمانان دي یو روغتون او زندان ونیول او د کاتولیکو عیسویانو د یوې کلیسا په شمولیې ودانیو ته اور واچوه.
ابوسیاف او ماوتي ډلو د اسلامي دولت د وسلهوالې ډلې سره ملاتړ اعلان کړی.