جرمني چارواکو یو شل کلن شکمن افغان نیولی

جرمني چارواکو یو شل کلن افغان په دې شک نیولی چې په افغانستان کې یې د طالبانو له‎خوا د یو پولیس افسر په وژلو کې لاس درلود.

تحقیق کوونکو ویلي چې دا افغان د جمعې ورځې راهېسې په توقیف کې دی.

پر نوموړي تور دی چې له طالبانو سره‌یې لاس یو کړی و او یو افغان پولیس‌یې وژلی او یو بل جنګي اسیر یې په ډزو او د لرګي په ګوزارونو ټپي کړی و.

جرمني چارواکي وايي، دا افغان وروسته له هغې چې د طالبانو له‎خوا یې د ترورېستي بریدونو د ترسره کولو غوښتنه رد کړه د ترکیې او یونان له لارې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې جرمني ته تللی دی.

دا مشکوک افغان چې نوم‌یې نه‎دی یاد شوی له هماغه وخته تر اوسه پورې په جرمني کې د پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي.