د سربرینڅکا عامه وژنې عامل له امریکا بېرته سربیا ته وسپارل شو

یو کس چې په سربیا کې د کورنۍ جګړې پر مهال په ۱۹۹۵ کال د سربرینڅکا عامه وژنې سره په اړیکه تورن دی له امریکا بېرته سربیا ته وسپارل شو.

د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې ویلي چې ۴۴ کلن سردیجان بیلیچ پرون له میامي هوايي ډګره بلګراد ته لېږل شوی دی.

د دې ادارې چارواکو ویلي چې منسوبینو یې دا کس سربیايي چارواکو ته سپارلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د میامي ښار د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې سیمه‌ییز مشر مارک جې مور ویلي چې:

"د بیلیچ په څېر په خلکو باید عدالت تطبیق شي."

چارواکو نه‎دي ویلي چې بیلیچ په امریکا کې څومره وخت تېر کړی و او چېرته اوسېده.

د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې ویلي سربیا ته سپارل شوی کس سردیجان بیلیچ د سرب د هغه پوځ غړی و چې په سربرینڅکا کې د ۱۹۹۵ کال پر مهال عام وژنه کړې وه.

د بوسنیا په جګړه کې د سربي ځواکونو له لوري د اتو زرو مسلمانو سړو او هلکانو وژنه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو لویه عام وژنه وه.

۳۰ زره ښځې او ماشومان هم په دې وخت له سیمې په زوره ایستل شوي وو.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د جرمونو نړیوالې محکمې د سربرینڅکا پېښه عامه وژنه وبلله.