د بریتانیا حکومت په دغه هېواد کې د یوې بلې احتمالي کېدونکې حملې د مخنیوي لپاره د پوځ سرتېري د امنیت ټینګښت ته مؤظف کړي دي.
دا تدبیر وروسته له هغه نیول کېږي چې د دوشنبې په شپه په منچسټر ښار کې د اریانا ګراندي د کنسرت پر مهال یوې زورورې چاودنې چې په غالب ګمان ځانمرګی برید به و ۲۲ تنه ووژل او ۵۹ کسانیې ټپيان کړل.
د منچسټر پولیسو ویلي، د دوشنبې شپې حمله د ۲۲ کلن سلمان عابدي لهخوا شوې وه چې خپله هم وژل شوی دی.
چارواکي اوس په دې لټه کې دي چې د عابدي ملګري ونیسي.
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی.