ټرمپ له اسرائیل او فلسطینه غوښتي چې جوړجاړی وکړي

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له اسرائيل او فلسطین څخه غوښتي چې د سولې لپاره جوړجاړی وکړي.

ډونالد ټرمپ دا خبرې اسرائیل او لوېدیځې غاړې ته د سفر په دوهمه ورځ نن د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په بیت‌الحم کې په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ده وويل:

"ما روانه مياشت په واشنګټن کې له ولسمشر عباس سره خبرې وکړې، زه د اسرائيل او فلسطين تر منځ د سولې موافقې رامنځته کولو ته ژمن يم او زه به تر خپله وسه هر څه وکړم چې دوی خپل دغه هدف ته ورسېږي، ولسمشر عباس ماته اطمینان راکړ چې په ښه نيت به د دغه هدف پر لور کار کوي او د اسرائيل صدراعظم هم همدغه ژمنه کړې ده."

ټرمپ پرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره ولیدل.

له عباس سره تر کتنې وروسته به ټرمپ بېرته بیت‌المقدس ته ستون شي او په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ګڼې وژنې د یادګاري څلي یاد واشیم «Yad Vashem» لیدو ته به ولاړ شي، هلته د اسرائیلو په موزیم کې به وینا وکړي او له دې سره به‌یې اسرائیلو ته دوه ورځنی سفر هم پای ته ورسېږي.