د منچسټر انتحاري حملې مسؤلیت داعش ومانه

د بریتانيې صدراعظمې ترېزا مې ويلي، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې په منچسټر ارينا کې ځانمرګی بريد چې ۲۲ کسان‌یې ووژل او ۵۹یې ټپيان کړل، یوه ترورېستي حمله وه او پوليسو حمله کوونکی پېژندلی دی.

داعش یا اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د دې حملې مسئوليت منلی دی او د منچسټر پولیسو نن اعلان وکړ چې دوی د دغې حملې په تړاو يو کس نيولی دی.

ترېزا مې نن په لندن کې د منچسټر د حملې په تړاو خبريالانو ته وويل:

"دا له تر ټولو بدو ترورېستي حملو څخه یوه وه چې موږ په بریتانیا کې تر ننه ورڅخه اغېزمن شوي يو، که څه هم دا لومړی ځل نه‌دی چې منچسټر داسې اغېزمن کېږي خو په دغه ښار کې دا تر اوسه تر ټولو بده پېښه وه."

عیني شاهدانو ویلي، د شپې په نهو بجو او ۴۵ دقیقو یې هغه مهال د لویې چاودنې غږ واورېد چې خلک د منچسټر له لوبغالي چې د پاپ موسیقۍ د امریکايۍ سندرغاړې اریانا ګراندي «Ariana Grande» کنسرټ په‌کې روان و، د راوتو په حال کې و.

د نړۍ مشرانو دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده او اغېزمنو شويو ته‌یې تسليت وړاندې کړی دی.