د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې له پاکستان سره د سپینبولدک ترانزیټي لارې د تړلو له امله افغان سوداګرو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغهراز په تورخم بندر کې هم پاکستان افغان سوداګرو ته ځیني وخت ستونزې جوړوي چې له دې امله اوسمهال له پاکستان سره د سوداګرې کچه ۱.۲ میلیارده ډالرو ته راښکته شوې ده.
پسرلي له افغان حکومته غواړي څو د ترانزیټي لارو د ستونزو په اړه جدي اقدام وکړي او د هېواد وارداتو او صادراتو بدیلې لارې پیدا کړي.
ښاغلی پسرلی زیاتوي:
"۲۵ ورځې کېږي چې د سپینبودلک لار تړل شوې ده د کرښې هغه غاړه او دا غاړه زموږ کانټینرونه ولاړ دي له بدهمرغه دغه لار په کال کې ۶ میاشتې د سوداګرو پر مخ تړل کېږي او له دې درکه موږ ته ډېر تاوانونه رسېږي."
ښاغلی پسرلی وایي چې افغانستان ته یوازې ۴۰ سلنه واردات او صادرات د سپینبولدک له لارې کېږي.
نوموړی وایي چې پخوا د تورخم او سپینبولدک له ټرانزیټي لارو څخه په ورځ کې د درېیو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کېدل.
اوسمهال په سلګونه د مېوو او سبزیو ډک کانټینرونه د کرښې هغه غاړه او دا غاړه درېدلي او اجازه نهورکول کېږي چې افغانستان یا پاکستان ته داخل شي.