د بریتانیا پولیسو د لندن ویکټوریا بس تم‌ځای تړلی

د بریتانيې پوليسو د لندن ويکټوریا کوچ تم‌ځای تړلی او د يوې مشکوکې غوټې په اړه تحقيقات کوي چې څو ساعته وروسته له هغه وموندل شوه چې په منچسټر ارينا کې يوه ځانمرګي بريدګر ۲۲ کسان ووژل او ۵۹یې ټپيان کړل.

چارواکو دا پېښه یو ترورېستي عمل بللی.

د بریتانيې د کورنیو چارو وزير امبر روډ نن خبريالانو ته په لندن کې وویل:

"دا وحشيانه حمله وه او قصداً يې زموږ د ټولنې تر ټولو کمزورې طبقه په نښه کړه چې ځوانان او کوچنیان دي."

عیني شاهدانو ویلي، د شپې په نهو بجو او ۴۵ دقیقو یې هغه مهال د لویې چاودنې غږ واورېده چې خلک د منچسټر له لوبغالي چې د پاپ موسیقۍ د امریکايۍ سندرغاړې اریانا ګراندې «Ariana Grande» کنسرت په‌کې روان و، د راوتو په حال کې و.

د منچسټر د پولیسو قوماندان پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې د ۱۹ کسانو مړینه او د پنځوسو نورو ټپي کېدل تائید کړي او ویلي یې دي چې د تحقیقاتو د نتیجې تر وخته دوی دې قضیې ته د یوې ترورېستي حملې په سترګه ګوري.

د امریکا د کورني امنیت چارواکو ویلي چې دوی وضعیت له نېږدې څاري.

د انګلستان صدراعظمې ترېزا مې په یوه بیان کې ویلي چې د دې پیښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د چارواکو هڅې روانې دي.

د نړۍ مشرانو دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده او اغېزمنو شويو ته‌یې تسليت وړاندې کړی دی.