یمن کې هوايي حملې د القاعده شبکې اووه غړي وژلي

د امريکا پوځ وايي، ځواکونو يې په یمن کې نن سهار په یوه حمله کې د القاعده شبکې اووه غړي وژلي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ويلي، د عملیاتو پر مهال، امریکايي ځواکونو اووه القاعده سخت دريځي د سپکو وسلو او هدفي هوايي حملو په وسیله وژلي دي.

پوځ ويلي چې دغه حمله د يمن د حکومت په ملاتړ تر سره شوه.

امریکايي چارواکو روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې لومړي معلومات ښيي، د عملیاتو پر مهال امریکايي ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.