د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوریا وروستۍ ميزايل تجربه غندلې ده او ويلي يې دي چې دا اقداميې د ملګرو ملتونو لهخوا د بالسټیک توغنديو پر تجربو له بنديز څخه پاروونکې سرغړونه ده.
په همدې حال کې د شمالي کوریا متحد هېواد چين نن له پيونګيانګ څخه وغوښتل چې اټمي او ميزايل پروګرامونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له قوانينو نوره سرغړونه ونهکړي.
د شمالي کوريا د ميزايل پروګرام د ملګرو ملتونو د قوانينو له مخې ممنوع دی خو دغه هېواد بيا هم د بالسټیک توغنديو تجربې کوي او هڅې کوي خپل اټمي پروګرام پر مخ بوځي.