د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره نن د ۲۰۱۸ میلادي مالي کال لپاره د ۴.۱ تريليون ډالرو بودجه وړاندې کوي.
سپينې ماڼۍ د دغې بودجې لنډيز پرون ووېشه او نن به دا بودجه په رسمي توګه اعلان شي.
په نوې بودجه کې د ځيني پروګرامونو تمويل قطع کېږي يا کمېږي او له دې کبله به هغه پروګرام ډېر اغېزمن شي چې بېوزلو کسانو ته روغتيايي خدمات رسوي.
دغه بودجه همداراز په نظامي مصارفو کې لوی تغيیر وړانديز کوي.
د بودجې وړاندې کول په دغې لويه پروسه کې يو ګام دی.
بودجه به له دې وروسته کانګرس ته ځي.
د ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي د کانګرس دواړه جرګو کې اکثریت لري او ويل کېږي دغه بودجه به تائيد شي.