افغان حکومت د منچسټر برید بزدلانه عمل بللی

افغان حکومت د بريتانیا منچسټر ښار کې د تېرې شپې د برید د غندلو تر څنګ دا يو بزدلانه عمل بللی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلامیې په خپرولو سره د بریتانیا د خلکو سره د غم شریکۍ اظهار کړی دی.

په ورته وخت کې د حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د اروپا او امریکا په زړه کې دا شان بریدونه نړۍ د ترورېزم سره جدي مبارزې ته رابولي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"له دغې پېښې وروسته يو ځل بیا د دې اړتیا احساسوو چې نړۍ باید د ترورېزم سره په ګډه مبارزه وکړي څو ترهګري له‌منځه ولاړه شي او موږ ټول په سوله کې ژوند وکړو."

ښاغلي فیصل وویل چې د افغانستان حکومت د ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې لپاره پر نړيوالې اجماع ټینګار کوي.

د بريتانیا د منچسټر په ښار کې تېر ماخوستن لس بجې او ۳۵ دقیقې یوه چاودنه وشوه چې ۲۲ کسه‌یې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنه د امریکايي پاپ سندرغاړې اریانا ګراندې په کنسرت کې وشوه.