ټرمپ او عباس به په لوېدیځه غاړه کې سره وګوري

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ اسرائیل او لوېدیځې غاړې ته د سفر په دوهمه ورځ په پام کې لري چې نن د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره د کتنې لپاره بیت‌الحم ته ولاړ شي.

ټرمپ او عباس به په لوېدیځه غاړه کې سره وګوري.

ښاغلی ټرمپ پرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره ولیدل.

له عباس سره تر کتنې وروسته به ښاغلی ټرمپ بېرته بیت‌المقدس ته ستون شي او په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ګڼې وژنې د یادګاري څلي یاد واشیم «Yad Vashem» لیدو ته به ولاړ شي، هلته د اسرائیلو په موزیم کې به وینا وکړي او له دې سره به‌یې اسرائیلو ته دوه ورځنی سفر هم پای ته ورسېږي.