د امریکا کانګرس کې د "FBI" مشر حضور وځنډېد

د تحقیقاتو د فدرال ادارې «FBI» پخوانی مشر جېمز کومي

د امریکا کانګرس د استازو جرګې د څارنې کمېټې په وړاندې د څرګندونو لپاره د متحده ایالاتو د تحقیقاتو د فدرال ادارې «FBI» د پخواني مشر جېمز کومي حضور چې سبا چهارشنبه په پام کې و، ځنډېدلی دی.

د کمېټې مشر جیسن چفیځ «Jason Chaffetz» پرون وویل، له رسمي څرګندونو مخکې کومي غواړي له خاصې شورا سره خبرې وکړي.

د استازو جرګې د څارنې کمېټې یوه غړي وویل، د دې کمېټې په وړاندې د کومي د څرګندونو لپاره نوې نيټه نه‌ده ټاکل شوې.

د روانې مې میاشتې په نهمه نېټه د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د کومي ګوښه کېدو په متحده ایالاتو کې سیاسي لانجه رامنځته کړه ځکه په پام کې وه چې نوموړی له ولسمشر ټرمپ سره د خپلو تجربو او د روسیې او ټرمپ د کمپاین د اړیکو په اړه د «FBI» د تحقیقاتو په برخه کې څرګندونې وکړي.

کومي منلې چې د مې میاشتې له ۲۹مې- د شهیدانو د یاد له ورځې وروسته د سنا د استخباراتو په کمېټه کې هم څرګندونې وکړي.