ترکیې په انقره کې د امریکا سفیر احضار کړ او پر دې یې اعتراض وکړ چې امریکا کې د رجب طیب اردوغان له ساتونکو سره ناسم او نامسلکي چلند شوی دی.
امریکا ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پر مهال د نوموړي دوه ساتونکي وروسته له دې د لنډ وخت لپاره ونیول شول او بېرته ترکیې ته ولېږل شول چې هغو د ترکیې د سفیر د هستوګنځي مخته مظاهرهچیان ووهل.
امریکا په واشنګټن کې د ترکیې سفیر احضار کړ او د امریکا په خاوره کې یې د رجب طیب اردوغان د ساتونکو د تاوتریخوالي په خاطر له هغه سره خپله ژوره اندېښنه شریکه کړه.
د مظاهرې په لړ کې ۹ تنه ژوبل شول.
د واشنګټن د پولیسو قوماندان د ترکیې د سفیر د کور مخ ته د کُردانو او ارمنیانو اعتراض سولهییز وباله، ویېویل چې پر دوی حمله ډېره بېرحمانه وه.