په لغمان کې امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په سېلاب ۵ عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات وسلهوال مخالفان وژلي او نېږدې ۶۹ نور یې ژوبل کړي دي.
افغان امنیتي ځواکونو له تېرې اوونۍ راهیسې په لغمان ولایت کې د سېلاب پنځه په نوم تصفیوي عملیاټ پیل کړي او لا هم دوام لري.
د لغمان د والي ویاند وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه پورې د دولت ۱۰۳ تنه وسلهوال مخالفان وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل دي.
د ده په وینا په دې عملیاتو کې ۵ افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.
د دولت وسلهوالو مخالفانو تر اوسه پورې لغمان کې د امنیتي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.