په لغمان کې د سپرلیو د یوه موټر د چپه کېدو پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.
د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، دا پېښه پرون دوشنبه ماسپښین مهال د مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالۍ تر منځ د ګونپال په سیمه کې وشوه.
د پېښې په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.