ولسمشر غني د سعودي پاچا سره پر اړیکو او همکاریو غږېدلی

د افغانستان ولسمشر او د سعودي عربستان پاچا پرون دوشنبه د دوو هېوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني او سلمان بن عبدالعزیز السعود له ترورېزم سره د مبارزې له نړیوال کنفرانس وروسته په ریاض کې سره وکتل.

د افغانستان ولسمشر د سعودي عربستان له پاچا سره په کتنه خوښي ښکاره کړه او د سعودي عربستان له تود هرکلي یې مننه وکړه.

د افغانستان ولسمشر د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسېد او د یکشنبې په ورځ‌یې په ریاض کې له ترورېزم سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان ولسمشر په سعودي عربستان کې د امریکا له ولسمشر او د ملي امنیت له سلاکار سره هم جلا-جلا وکتل.