روحاني سعودي کې د اسلامي هېوادونو غونډه وغندله

د ایران ولسمشر حسن روحاني د اسلامي هېوادونو هغه غونډه وغندله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په‌کې ګډون وکړ، ویې‌ویل په سعودي عربستان کې دا کنفرانس یوه بې‌معنی ننداره وه.

روحاني له بیا ځلي ولسمشر غوره کېدو درې ورځې وروسته پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې د سعودي عربستان د نړیوال کنفرانس په اړه وویل:

"د عربستان غونډه زما په نظر یوه نمایشي غونډه وه؛ هېڅ سیاسي او عملي ارزښت‌یې نه‌درلود."

روحاني په عین حال کې د سعودي عربستان او امریکا تر منځ د څو سوه میلیونه ډالرو په ارزښت موافقو ته په اشارې وویل، ترورېزم یوازې ستر قدرت ته د خلکو د پیسو په ورکولو له‌منځه نه‌ځي.

د ریاض په غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې د اسلامي سختدریځۍ پر ضد مبارزه وکړي او ایران منزوي کړي.

ده ایران د فرقوي شخړو او ترورېزم په خپراوي تورن کړ.