اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کمېسیون د دولت پر ځینو مهمو ادارو انتقاد کوي وايي چې دوی ورسره د معلوماتو په شریکولو او اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د قانونو په پلي کولو کې مرسته نهده کړې.
د دغه کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي د دوشنبې په ورځ د دولتي ادارو څخه د څار په اړه د خپلې ادارې د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په دې موده کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ برخه کې څه باندې دوه زره دولتي کارکوونکو ته لارښوونې شوي دي.
د ده په خبره د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د ریاست په ګډون ځینو ادارو لکه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دغه کمېسیون سره مرسته نهده کړې او د کمېسیون په چارو کې یې ستونزې پیښې کړې دي.
نوموړی وايي:
"دا هغه ادارې دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په پلي کولو کې یې هېڅ مرسته نهده کړې بلکې په ډېرو برخو کې یې کمېسیون ته ستونزې پېښې کړي دي. په دې ادارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د اداري عمومي ریاست، د ملکي خدماتو او اصلاحاتو خپلواک کمېسیون، ولسي جرګه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت شامل دی. موږ هیله مند یو چې له موږ سره مرستې وکړي خو موږ ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړي په تېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت. "
ښاغلي افضلي د مامورینو د ګمارلو او د بودجې برخه کې هم پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت انتقاد وکړ.
د ده په خبره د پوهنې، کار او ټولنیزو چارو، کانونو او پټرولیم او له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارتونه او بریښنا شرکت، هغه ادارې دي چې لږه مرسته یې کړې ده.
افضلي دا هم وویل چې د کلیو پراختیا او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو، لوېې څارنوالۍ او د بدني روزنې ریاست ورسره، ښه همکاري کړې ده.
اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمېسیون دوه کاله مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې په دې هدف جوړ شو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه کمېسیون وايي، په یوه کال کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي مقرره او ځینې کړنلارې جوړې کړي او د اطلاعاتو د قانون د بدلولو چارې روانې دي.
ومو غوښتل په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم ولرو خو مسؤلینو يې له څه ویلو ډډه وکړه.
بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار د کمېسیون ادعا نا سمه ګڼي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل:
"حکومت چې کومو ستونزو سره مخ دی په یوه ورځ يا شپه کې اصلاحات نه راځي، موږ نه یوازې دا چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په اړه بلکې، د خبریالانو پر خوندیتوب او نورو قوانینو هم کار کوو. هره خوا چې دې برخه کې همکاري وکړي او مشوره راکړي، موږ يې همکار یو."
ده وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ښه کار کړی او اطلاعات یې پر وخت له خلکو سره شریک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر په مرکز او ولایتونو کې ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د موضوع د محرمیت په پام کې نیولو سره د اطلاعاتو په رسولو کې له خلکو او رسنیو سره همکاري وکړي.
راپور: خان محمد سیند