ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امریکا ولسمشر په ریاض کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد نن ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا ولسمشر د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان حکومت او افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي.
ښاغلي ازاد وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې له افغان دولت سره اوږه په اوږه د ترورېزم په وړاندې مبارزه مخته وړي.
د دې لیدنې په اړه سپینې ماڼۍ هم یوه خبرپاڼه خپره کړې ده چې په کې راغلي ډونالډ ټرمپ د اصلاحاتو برخه کې هم د افغان حکومت د کوښښونو ستاینه کړې ده.
خبرپاڼه وايي چې ښاغلي ټرمپ همدا راز افغان امنیتي سرتیري له دې امله زړور بللي چې د خپل هېواد د امنیت ساتلو لپاره سخته مبارزه کوي.
د یادونې وړ ده چې دواړو ولسمشرانو د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه د نړیوال کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي دي.
په دغه کنفرانس کې د ۵۴ اسلامي او نورو هېوادونو مشرانو او استازیو برخه اخیستې وه.